ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس سوداګري پیلوي

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس سوداګري پیلوي

author avatar
3 Jun 2023 - 00:37
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس سوداګري پیلوي
author avatar
3 Jun 2023 - 00:37

اټلانټا (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس سوداګري پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او نه شي کولی په نغدو پیسو له نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.

د ډیوه راډیو خبر له مخې، د پاکستان حکومت د یوه مکتوب له لارې د سوداګرۍ وزارت ته ویلي چې غواړي له افغانستان، روسیې او ایران سره د توکو په بدل کې د توکو سوداګري پیل کړي.

سرچینې زیاته کړې، د توکو په بدل کې د توکو  پاليسي د جون له لومړۍ نېټې اعلان شوې او د روان کال لپاره د سوداګریزو توکو یو فهرست هم جوړ کړل شوی دی.

په مکتوب کې راغلي، که چېرې دولتي ادارې او یا خصوصي سکټور له دغو هېوادونو سره په دې ډول سوداګري غواړي، نو باید له حکومت څخه اجازه واخلي.

بلخوا د پاکستان حکومت افغانستان ته د اوړو، غنمو، بورې او سرې پر قاچاق بندیز لګولی دی.

 

Visits: 345

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.