کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان ولسمشر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه باید تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان هېواد ته د خپل سفر پرمهال د هغه هېواد له ولسمشر قاسم جومارت تواقایف سره لیدلي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۷مه په استانه فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ.
یاد وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د قزاقستان ولسمشر د افغانستان او قزاقستان ترمنځ تر درې میلیارد ډالرو پورې د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته، موږ لومړنی هېواد وو چې خپل سفارت مو پرانیستی پرېښود او خپلې اړیکې مو وساتلې.»
هغه زیاته کړې چې په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان وضعیت ته د رسېدنې لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ جوړېدل، د دغه هېواد له پلانونو وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د ترهګرویزو سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو او په نړۍواله کچه د افغانستان له اسلامي امارت سره د هغه هېواد د ډیپلوماټیک ملاتړ له امله مننه وکړه.
عزیزي د تورغوندۍ د اورګاډي پټلۍ برخه کې د قزاقستان د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې، بشري مرستو او د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد له پالېسیو هرکلی وکړ او یاده پانګونه یې په افغانستان کې د کارموندنې لپاره مهمه وبلله.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دواړو لورو د سیاسي اړیکو د ښه کېدو په موخه په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر پر سفر هوکړه وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترسره شوو فعالیتونو یې خوښي څرګنده کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP