کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت د سیمې امنيت خونديتوب او د همکاریو پراخوالي په تړاو د هرې غونډې هرکلى کوي او په ورته ناستو کې د افغانستان استازي ته د ګډون زمینې مساعدېدل خپل مسلم حق بولي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هند په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان ۲۳مه سرمشریزه غونډه په انلاین بڼه ترسره شوه او په دې غونډې کې په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار وشو.
د یادې ناستې په تړاو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د سیمې امنيت خونديتوب او د همکاریو پراخوالي په اړه د ښې همغږۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي.
په اعلامیه کې راغلي: «په ورته ناستو کې چې افغانستان یې د ناظر په توګه غړیتوب لري، زموږ استازي ته د ګډون زمينې مساعدېدل خپل مسلم حق او نه شتون یې د هر اړخيزې همغږۍ پر وړاندې خنډ بولو.»
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د دې ناستې هغه برخه چې په کې د ازاد، باثبات، متحد، له جنګ او مخدره موادو څخه پاک افغانستان څخه په کې ملاتړ شوی او له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام او د کډوالو بېرته راستنېدو په برخه کې د اسانتیا برابرولو یادونه شوې، ستايي او په دې تړاو هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې، په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او سمت استازي شتون لري او په دې اړه د غړو هېوادونو اندېښنې د حقایقو په واقعي درک سره حل کېدای شي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلامي امارت ټینګار کوي چې د شانګهای همکاریو سازمان راتلونکې سرمشریزه غونډه کې دې - چې په قزاقستان کې دایرېږي - افغان حکومت ته د ګډون زمینه برابره شي.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان هند او ایران د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي او افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی.
د شانګهای سازمان غونډه تېر کال په حضوري ډول د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











