کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): د سوداګرۍ او صنعت وزارت هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام بهیر کې د اسانتیا راوستو په موخه له بېلابېلو موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې څه باندې ۲۰ زره کسان به ترې برخمن شي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن پر خپله اېکسپاڼه یو ویډیويي کلېپ خپور کړی چې په کې ویلي یې دي، دا هوکړهلیکونه تېره ورځ د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام لړی د اسانتیا، د کاري فرصتونو برابرېدو، د هغو د پایدارې ودې او کورنیو اقتصادي رغونې په موخه له پنځو موسسو سره لاسلیک کړي دي.
د هغه په خبره، ټاکل شوې دغه پنځه موسسې د راستنېدونکو ښځینه او نارینه وو لپاره د تخنیکي مهارتونو او کوچنیو کاروبارونو د روزنې، د کوچني کاروبارونو پیلولو لپاره د کاري وسایلو او نغدي مرستې د وېش، د سیمهییزو سپما ګروپونو رامنځته کولو، کوچنیو پورونو ته د لاسرسي، د متشبثینو لپاره د مشورو او بازارموندنې، په ځانګړي ډول له متشبثو ښځو او ځوانانو د ملاتړ، د کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام له لارې سالم ژوند ته د روږدو کسانو ور ګرځولو، د کوچني کاروبارونو پروګرام پلي کولو او د تخنیکي او مسلکي هارتونو د روزنې، د اقتصادي پیاوړتیا برخه کې د افغان مېرمنو د دوامداره پرمختګ او انلاین سوداګرۍ روزنې برخو کې فعالیتونه وکړي.
هغه ویلي چې له دغو پروژو به په مستقیم ډول کندهار، هلمند، میدانوردګو، کندوز، جوزجان، لوګر، ننګرهار او کابل کې ۲۰ زره او پنځه سوه کسان برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه، په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ زور اخیستی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ ویلي چې په تېرو ۱۳ ورځو کې څه باندې ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP