کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): قزاقستان کې د هند سفیر اشوک سجانهر ویلي، نوی ډيلی د افغانستان د زیربنايي او اقتصادي بیارغونې لپاره په هڅو کې د قزاقستان د فعال ګډون ملاتړ کوي.
د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د دغه مرکز مسوولینو قزاقستان کې د هند له سفیر اشوک سجانهر سره لیدلي او لیکلي یې دي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزه ګډون د پیاوړتیا او لا ډېرو مرستو په اړه خبرې اترې کړې دي.
قزاقستان کې د هند سفیر اشوک سجانهر په یاده لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د زیربنايي او اقتصادي بیارغونې لپاره هڅو کې د قزاقستان له فعال ګډون څخه ملاتړ کوي.
هغه ټینګار کړی چې هند له یاد فعال ګډون څخه ملاتړ کوي؛ ځکه چې نوې ډهلي هم افغانستان ته د فني مرستو په وړاندې کولو کې اړین رول لوبولی دی.
د خبرنامې له مخې، دواړو لوریو په یاده ناسته کې د افغان – ټرانس پروژې د پراختیا برخه کې د دواړو هېوادونو پر اړین رول ټینګار وکړ.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې هند ۵۹ ټنه امدادي توکي، ۵۰ زره ټنه غنم، ۴۰ زره لېتره افتوژونکي او څخه باندې ۳۰۰ ټنه درمل او طبي تجهیزات افغانستان ته رالېږلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP