Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې له افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک په یوه خبري ناسته کې ویلي، تر کومه چې امکان ولري، له افغانانو سره به بشري او نورې مرستې کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې د انالینا باربوک له قوله لیکل شوي: «موږ به د افغانستان خلک پرې نه‌ږدو، تر کوم ځای چې ممکن وي، المان د افغانستان له خلکو سره بشري، خوراکي توکو او لومړنیو روغتیايي مراقبتونو مرستې کوي.»

باربوک څرګنده کړې چې دغه مرستې د سرپرست حکومت له لاسرسي پرته د نړۍوالو بنسټونو له لارې وېشل کېږي.

هغې په دې ناسته کې له افغان نجونو او ښځو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.

نوموړې زیاته کړې چې له نژادي، مذهبي او جنسیتي توپیر پرته کار، زده‌کړو او روغتیايي مراقبتونو ته په مساوي توګه د ټولو لاسرسی د هر انسان اساسي حق دی.

انالینا باربوک له افغانانو د ملاتړ په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې د متحدو مسیحي ډیموکراټ او مسیحي سوسیال ګوندونو تازه د جرمني د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د نوي حکومت تر جوړېدو دې دغه هېواد ته د افغانانو د لېږد بهیر ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي وضعیت او د جرمني په حکومت کې بدلونونو ته په پام، په دغه هېواد کې په راتلونکي کې د افغان کډوالو منل لا هم معلوم نه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.