کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر اعلان کړی چې یوناما د ځايي چارواکو په غوښتنه په دغه ولایت کې د پراختیايي پروګرامونو د پراخولو او د پرمختیايي پروژو پلې کېدو کې د همغږۍ په اړه غونډه جوړوي.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یوناما د مرکزي زون یو شمېر استازو پنجشېر ته سفر کړی او د دغه ولایت له والي حافظ محمدآغا حکیم سره یې لیدنه کړې ده.
حافظ محمدآغا حکیم په دې لیدنه کې په پنجشېر کې د پراختیايي پروژو پلي کېدو برخه کې د یوناما د پروګرامونو هرکلی کړی دی.
هغه زیاته کړې چې پنجشېر د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر له بشپړ امنیته برخمن دی او همدې چارې د هر ډول پراختیايي پروژو پلي کېدو لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.
نوموړي څرګنده کړې چې د پنجشېر سیمهییز چارواکي تل د بیارغونې او پراختیايي پروژو د جذب لپاره ژمن پاتې شوي او په دې برخه کې به له هغو ملي او نړۍوالو بنسټونو سره همکاري وکړي چې د پنجشېر د خلکو لپاره د خیر نیت لري.
د خبرپاڼې له مخې، د یوناما استازو ویلي چې دغه دفتر غواړي په پنجشېر کې د سیمهییزو مسوولینو، مخورو او دیني عالمانو په ګډون د ملګرو ملتونو ټول فعال اړوند بنسټونه په یوه غونډه کې سره راټول کړي، څو د نوو پراختیايي پروژو د پراختیا لپاره لازم ډاډ ورکړل شي او پروژې د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې پلي شي.
د خبرپاڼې له مخې، د یوناما مرکزي دفتر د پنجشېر ولایت د مشرتابه په غوښتنه د ملي او نړۍوالو موسسو د مسوولینو په ګډون د پراختیايي پروګرامونو د پراختیا لپاره یوه لویه غونډه جوړوي.