د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه د بلاروس په پلازمېنه مینسک کې ترسره شوه او دواړو لورو په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
























