کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر په کندهار کې د وزیرانو شورا غونډه کې چارواکو ته د خپلو مسوولیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام او فرمانونو د تطبیق، له خلکو سره د عدالت، د ستونزو د حل او په اخلاص د خدمت کولو سپارښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د زعیم، مولوي هبة الله اخندزاده په مشرۍ په کندهار ولایت کې د وزیرانو شورا غونډه وشوه.
هغه لیکلي چې په دغه غونډه کې مشرتابه وزیرانو ته د خپلو مسوولیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام او د فرمانونو د ښه تطبیق، له خلکو سره د عدل کولو او د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
فطرت زیاته کړې چې د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د دیني زدهکړو، تقوا، تواضع، دیني پوهاوي، د اسلامي امارت د فرمانونو د ښې مطالعې، عملي کولو او خلکو ته د رسولو پر اهمیت خبرې کړي او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې په خپلو ټولو چارو کې دین او شریعت اصل وګرځوي.
هغه دغه راز چارواکو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو اوس د اسلامي نظام اعضاء او اراکین یاست، خپلو ماتحتو او خلکو ته دیني علم ور وښایاست، او صحیح عقیده ور زده کړئ، د اعمالو کمزوري د عقیدې د کمزورۍ څخه راځي، غرونو او صحراوو ته دیني علم ورسوئ، دیني علم احیاء کړئ، چې په دې سره اسلامي نظام مستحکم کیږي، کوښښ وکړئ علم تر هره ځایه ورسوئ او دین را ژوندی کړئ، خلک په دین، شریعت او په اسلامي نظام باندي پوه کړئ او پر ځانونو باندي ښه مراقبت وکړئ، پر خپل ماتحت باندې هم مراقبت وکړئ او باید دا کوښښ وکړو چې په خپل عمل باندي خلکو ته اسلام او دین بیان کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته دین په عمل سره بیاناوه، موږ هم باید دوی ته په عمل باندي دین وښیو، نن خلک زموږ په عمل باندې عمل کوي، نو نېکبخته سړی هغه دی چې نور پرې نېکبخته شي، هره دوره تېرېدونکې ده موږ او تاسې باید کوښښ وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح، غوره تاریخ او اخلاق پریږدو.»
فطرت د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دې غونډه کې د هیواد په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو، په اقتصادي او سیاسي برخو کې د لا پیاوړتیا لپاره لازم تصامیم ونیول شول او د تېرو شوراګانو پرېکړې هم وارزول شوې.