ژبه

هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د زوکړې ۱۰۵۱مې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه شوه

هرات (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د زوکړې د یو زرو یو پنځوسمې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه شوه؛ ویناوالو نوموړی د اسلام د تاریخ له تلپاتې څېرو وباله او ویې ویل چې د هغه اندونه او اثار له پېړیو وروسته لا هم د ننني نسل لپاره د معرفت، اخلاقو او انسانیت پیغام لري.

د خواجه عبدالله انصاري د زوکړې د یو زرو یو پنځوسمې کلیزې په مناسبت نن په هرات ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د ګاونډیو هېوادونو او ترکیې د فرهنګي مرکزونو د استازو، یو شمېر فرهنګیانو او دیني عالمانو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د خواجه عبدالله انصاري د زیارت متولي میرمحمد ارحم په دې مراسمو کې وویل، د نوموړي مقام یوازې تر هرات او افغانستان پورې محدود نه دی، بلکې اندونه او اثار یې په ټوله اسلامي نړۍ کې د پوهې، عرفان او فرهنګ مینه‌والو ته الهام‌بښونکي دي.

دغه‌راز شاعر او څېړونکي حیدر حمید د خواجه عبدالله انصاري سیرت او نېک چلند ته په اشارې وویل چې د ادب خاوندان هغه یو ستر عارف ګڼي؛ خو نوموړی د عرفان ترڅنګ د حدیثو لوی عالم هم و او په خپل ژوند کې یې د اسلام د پیغمبر (ص) له تګلارې پیروي کوله.

هغه زیاته کړه، خواجه عبدالله انصاري ټولنه د اخلاقو، انسانیت او معنویت لور ته رابلله.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر مولوي عبدالمتین عادل وویل: «کله چې وایو هرات د علم، فرهنګ او هنر ښار دی، بې له شکه د خواجه عبدالله انصاري په څېر شخصیتونه د دې لامل شوي چې دغه ښار په نړۍ کې په همدې نوم وپېژندل شي.»

دغه راز هغه، مولانا عبدالرحمن جامي، امام فخر رازي، واعظ کاشفي او خواجه عبدالله انصاري ته په اشارې وویل: «هرات په خپله غېږه کې ستوري روزلي دي او که څه هم خواجه عبدالله انصاري نن زموږ په منځ کې فزیکي حضور نه لري، خو اندونه او خبرې یې لا هم د خلکو په زړونو کې ژوندي دي.»

له بلې خوا، هرات کې د ګازرګاه شریف جامع جومات خطیب شیخ فضل‌الرحمن انصاري د خواجه عبدالله انصاري د ژوند بېلابېلو اړخونو ته په اشارې وویل چې نننی نسل باید د هغه د ژوند له تګلارې، اخلاقو او پوهې درس واخلي.

شیخ انصاري زیاته کړه چې خواجه عبدالله انصاري یوازې یو عارف نه و، بلکې د اسلام ستر مفسر او محدث هم ګڼل کېده او علمي او عرفاني اثار یې لا هم څېړونکو او د عرفان مینه‌والو ته الهام‌بښونکي دي

با این حال اشتراک‌کنندگان این مراسم، بزرگ‌داشت از مفاخر علمی و فرهنگی را مهم دانسته و بر ادامه برنامه‌های فرهنگی برای معرفی شخصیت‌های تاریخی و علمی هرات تاکید کردند.

دغو مراسمو ګډونوالو د علمي او فرهنګي مفاخرو نمانځنه مهمه وبلله او د هرات د تاریخي او علمي شخصیتونو د معرفي کولو لپاره یې د فرهنګي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.

ورته موضوع