دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) ـ د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې له لبنان څخه ماته وخوړه.
دا لوبه نن د افغانستان پر وخت له غرمې مخکې په ټایلنډ کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې لوبه کې لبنان ۵ پر صفر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغهراز، افغانستان په دغو سیالیو کې د ایران، لبنان او ویتنام له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه ایران ته بایللې وه.











