کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، هند سږ کال د بریکس ډلې مشري پر غاړه لري او ټاکل شوې دغه غونډه د روان میلادي کال د مې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه ترسره شي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې هند به د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي به ښايي روانه اونۍ په بریکس غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر وکړي.
په راپور کې راغلي چې د عراقچي دغه سفر د بریکس تر پراخ شوي چتر لاندې د هند او ایران ترمنځ د همکاریو د پراختیا ښکارندويي کوي.
د یادونې ده، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له مصر، ایتوپیا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره یو ځای د دې ډلې غړیتوب ترلاسه کړ.