ژبه

د کوکنارو د بندیز فرمان د تشریح غونډه؛ د دغه فرمان د جدي پلي کېدو غوښتنه وشوه

هجرت‌الله کاکړ

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۵

Views: ۱۹

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان د تشریح او تبیین غونډه کې د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ، ګډو هڅو او د فرمان د احکامو پر جدي او بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۱مې ګڼې فرمان د تشریح او تبیین غونډه جوړه شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمدنعیم، د دعوت او ارشاد رییس او یو شمېر علماوو د یاد فرمان پر موخو، حقوقي او ټولنیزو اړخونو، نړۍوال غبرګونونو او د نشه‌یي توکو د مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت پر تګلارې خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې چې ګډونوالو د نشه‌یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي برخه کې د یاد فرمان ارزښت، اغېز او لاسته‌راوړنې هم بیان کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال له قوله لیکلي چې نشه‌یي توکي یوه ټولنیزه ستونزه ده او مخنیوی یې هم د ټولنې ګډ مسؤولیت دی.

هغه ویلي: «د ټولنې هر فرد مسوولیت لري، په ځانګړي ډول موږ او تاسو چې لومړی د خپل ځان او بیا د خپلې کورنۍ، دوستانو، چاپېریال او ټولنې په اړه فکر وکړو او د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسؤولیت ادا کړو، څو ټولنه مو له دې خطرناک مشکل څخه پاکه شي.»

محمدنعیم ویلي، د نشه‌یي توکو ستر زیان دا دی چې د ټولنې ځوان قشر په نښه کوي، په داسې حال کې چې ځوانان د ټولنې د ملا د تېر حیثیت لري او د هغوی زیانمنېدل د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي.

هغه زیاته کړې چې د یاد فرمان اغېزناک او بشپړ پلي کېدل یوازې د ټولنې د روغتیا، امنیت او سوکالۍ لپاره مهم نه دي، بلکې د هېواد د پرمختګ، نړۍوال اعتبار او د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره هم مهم رول لري.

نوموړي د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار کړی او له ګډونوالو یې غوښتي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي، مخنیوي او د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۱مې ګڼې فرمان د احکامو د عملي کېدو لپاره خپلې هڅې او همکارۍ ونه سپموي.