ښوونځیو کې د بېکیفیته خوراکي توکو پر پلور بندیز ولګېد
د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو د هېواد د دولتي او خصوصي ښوونځیو په کانټینونو او کافټریاوو کې د بېکیفیته خوراکي توکو پلور منع اعلان کړی دی. د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دا…
د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو د هېواد د دولتي او خصوصي ښوونځیو په کانټینونو او کافټریاوو کې د بېکیفیته خوراکي توکو پلور منع اعلان کړی دی. د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دا…
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ، د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، جلال اباد ښار کې د ریکشاګانو د تګ راتګ لپاره ځانګړي مسیرونه او سیمې ټاکلې او خبرداری یې ورکړی چې له سرغړوونکو سره به…
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلسطین او سوریې په ګډون شپږ نور هېوادونه په هغه نوملړ کې ور اضافه کړي چې امریکا ته یې د وګړو پر ورتګ بندیز لګول شوی…
پاکستاني پولیسو اسلاماباد ته په نږدې سیمه «مري» کې له خلکو غوښتي چې افغان کډوالو سره په هیڅ ډول معامله کې ځانونه ښکېل نهکړي او کورونه، دوکانونه او یا هوټلونه دې په کرایه نه ورکوي.
فوټبال فدراسیون د سرپل ولایت اړوند پر «خدیم افسي» لوبډلې چې د افغانستان د اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالۍ یې په نیمه کې پرېښودې او له سیالیو څخه په شا شوه، شپږ کاله بندیز لګولی دی.
د راپورونو له مخې، فلسطیني چارواکو په دغه هېواد کې د الجزیرې ټلوېزیون پر فعالیت د لنډ وخت لپاره بندیز لګولی دی.
د ازمایښت نړۍواله اداره وایي چې د پاریس په المپیکي سیالیو کې د جودو افغان لوبغاړي احمدصمیم فیضزاد د «سټنوزولول» منع شوې ماده کارولې ده.
د ترافیکو عمومي ریاست پر یوه موټرسایکل له دوو د ډېرو کسانو پر سپرېدو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې موټرسایکلچلوونکي باید اسناد، لایسنس او محافظتي خولۍ ولري.
ملي دفاع وزارت وایي، د شپې له خوا پر ګرځېدو راګرځېدو د بندیز په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی او د پوځي چارو یو شنونکی هم د بېلابېلو دلایلو له مخې دغه مکتوب جعلي بولي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د خوست امنیه قوماندانۍ ځایي رسنیو ته سپارښتنه کړې چې نجونو ته د ټېلېفوني اړیکو زمینه نه برابروي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د قزاقستان سترې محکمې اسلامي امارت د هغه تحریم شوو ګروپونو له لېست څخه وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د مسافرو خوندیتوب او هغوی ته د سفر معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه پرېکړه شوې چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر د بار لېږدولو اجازه نه لري.
د نجونو زدهکړو کمپاین د پیل په تړاو د یوه ټویټر سپیس ویناوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ولس ته په دې اړه قناعت نه دی ورکړی او په دې…
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې مېشتو قومونو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به څوک لوړ ولور نه اخلي او په واده کې به ډېر لګښت نه کوي.
ملګرو ملتونو، امریکا، ناروې، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، د ماشومانو ژغورنې ادارې، د کډوالۍ او بښنې نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز غندلی او نیوکې یې کړې دي.
د کندهار د ټرافیکو مدیریت وایي، سر له نن څخه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو لویو باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کندهار ښار ته داخل شي.
د فرانسې دولتي ټلویزون راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي، د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري.
د امریکا متحده ایالتونو له افغانستانه د یو شمېر هنري او لرغونو اثارو پر واردولو د څلورو کلونو لپاره بندیز لګولی.