کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د ازمایښت نړۍواله اداره وایي چې د پاریس په المپیکي سیالیو کې د جودو افغان لوبغاړي احمدصمیم فیضزاد د «سټنوزولول» منع شوې ماده کارولې ده.
د ازمایښت ادارې زیاته کړې، احمدصمیم فیضزاد به تر بل امره د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې له هر ډول فعالیته محروم وي.
دا په داسې حال کې ده چې احمدصمیم فیضزاد خپله لومړۍ سیالي تېره سهشنبه (د زمري ۹مه) په ۸۱ کیلوګرامه وزن کې اتریشي سیال ته وبایلله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP