کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت شاوخوا درې میاشتې وړاندې د «کاکاو کینګ» پر پېر او پلور بندیز اعلان کړی، دغه محصول لا هم د کابل ښار په یو شمېر هټیو کې پلورل کېږي. د یاد وزارت یو مسوول د دې موضوع د تایید ترڅنګ وایي چې د بازارونو د څارنې او د دغه کاکاو راټولولو بهیر لا هم روان دی.
د عامې روغتیا وزارت د غذايي توکو د علومو معینیت د درملو او خوړو برخې د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي کارپوه انجنیر سیدنعمت حسینیان د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په کب میاشت کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې د «کاکاو کینګ» د کاروونکو د شکایتونو له مخې دغه محصول په لابراتوار کې څېړل شوی دی.
هغه زیاته کړې وه: «د څېړنو په پایله کې څرګنده شوه چې دغه محصول د عامې روغتیا وزارت له ټاکل شوو معیارونو سره برابر نه دی او استعمال یې بالقوه خطرناک دی.»
د خبریال د سترګو لیدلی حال
د پژواک خبریال په وروستیو ورځو کې د کابل ښار د خوراکي توکو له یو شمېر هټیو او پلورنځیود لیدنې پر مهال موندلې چې دغه محصول لا هم په ځینو دوکانونو کې پلورل کېږي.
د دوکاندارانو نظرونه
د کابل ښار د قلعه فتحالله سیمې یو دوکاندار وایي: «په پیل کې مو کاکاو کینګ ډېر پلورل، خو اوس یې تقلبي ډولونه بازار ته راغلي او خرڅلاو یې کم شوی دی. یوازې یو عدد پاتې دی، نور مو نه دی راوړي.»
هغه زیاتوي: «د اصلي او تقلبي پېژندل سخت دي، خدای مه کړه که چا ته زیان ورسوي، څه به کوو؟ مخکې خلکو د چاغېدو لپاره، سره له دې چې بیه یې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو وه، ډېر اخیستل، خو اوس د اعلانونو وروسته لږ خلک یې اخلي.»
یو بل دوکاندار په همدې سیمه کې وایي: «هیڅ ضرر نه لري، ما خو هيڅوک نه دي لیدلي چې مړ کړی یې وي… خلک بخیلي کوي، وایي پرېږده ونه یې پلوري.»
دغهراز، د کابل ښار په شهرنو کې یو بل دوکاندار جاوېد (مستعار نوم) وایي: «کاکاو کینګ مه خورئ، ډېر ضرر لري. تر یې اوسه درې کسان مړه کړي دي. شاروالۍ یې راټولوي او په بازار کې یې موندل سخت شوي دي.»
د پژواک خبریال د کابل ښار له یو شمېر هټیو او درملتونونو لیدنه کړې ده. په ځینو دوکانونو او پلورنځیو کې د دغه کاکاو لږ مقدار موجود و، خو د ډېرو درملتونونو او پلورنځیو مالکانو ویل چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د دغه کاکاو پر پلور د بندیز له امله هغه اوس نه پلوري.
د روغتیا وزارت: راټولول وخت غواړي
د عامې روغتیا وزارت د غذايي توکو د علومو معینیت کارپوه سیدنعمت حسینیان وایي: «د څېړنو له مخې دا محصول د وزارت له معیارونو سره برابر نه دی او استعمال یې بالقوه خطرناک دی.»
هغه زیاتوي چې د دغه محصول تکراري استعمال کولی شي د زړه ضربان زیات کړي، تمرکز کم کړي، بېخوبي او د هاضمې بېلابېلې ستونزې رامنځته کړي.
د هغه په وینا، ساحوي ټیمونو ته لارښوونه شوې چې دغه محصول له بازارونو راټول کړي او له منځه یوسي.
هغه وایي چې تر اوسه د راټولو شوو کاکاو په اړه کره معلومات نه شي ورکولای، خو ټینګار کوي چې د مرکز او ولایتونو ټیمونه یې هره ورځ راټولوي.
هغه همدارنګه زیاتوي چې دغه وزارت ګمرکونو ته امر کړی چې د دغه محصول واردات بند کړي او امنیتي ادارو ته یې هم د قاچاق د مخنیوي سپارښتنه کړې ده.
سرچینې له هېوادوالو وغوښتل چې د دغه محصول له خوړولو ډډه وکړي او د خپل او کورنۍ د روغتیا خوندیتوب ته دې پام وکړي.
ډاکټران: له استعماله یې ډډه وکړئ
د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیدفریدشاه رفیعي وایي، له لابراتواري څېړنو وروسته د عامې روغتیا وزارت د دغه محصول استعمال منع کړی دی.
هغه وایي ممکن په دغه محصول کې خطرناک مواد لکه محرکات (امفېتامینونه، تابلیت کا)، مصنوعي چرس (کانابینوئید)، اوپیاتونه، د خوب درمل (بنزودیازپینونه) یا ناڅرګند مواد موجود وي چې د تشنج، بېهوښۍ او حتی مرګ سبب کېدای شي.
هغه سپارښتنه کوي: «له داسې محصولاتو دې ډډه وشي، پر ټولنیزو رسنیو باور دې نه کېږي، رسنۍ دې عامه پوهاوی زیات کړي او د هرې نښې په صورت کې دې ژر روغتیايي مرکز ته مراجعه وشي.»
هغه وویل: «په عاجل او د ICU څانګه کې داسې ناروغان لیدل کېږي چې د هوښ کمېدو، تشنج او وهم له حالتونو سره مخ وي، چې د ناپېژندل شوو یا ککړو موادو د استعمال له امله رامنځته شوي وي؛ دا حالتونه د داسې قاچاقي محصولاتو سره ورتهوالی لري، خو ما په شخصي ډول د دغه محصول له امله رامنځته شوی مشخص مسمومیت نه دی لیدلی.»
د استعمالوونکو تجربې
شفیقالله نوري په فېسبوک کې لیکلي: «ما دا کاکاو درې ورځې سهار او ماښام له خوراک مخکې استعمال کړ، زړه مې ډېر درزېده، عضلات مې کمزوري شول او خوله مې وچه شوه… ډاکټر ته لاړم، ۱۵ ورځې مې له خوږو ډډه وکړه… دا محصول وژونکی دی.»
حوریه، د کابل د خیرخانې ۱۵ کلنه اوسېدونکې وایي: «ویل کېدل چې د کاکاو کینګ په خوړلو سره چاغېږې، ما یو بوتل واخیست، خو یوازې مې ګېډه لویه شوه، بیا مې پرېښودل.»
هغه زیاتوي چې د استعمال له بندولو وروسته یې ګېډه بېرته عادي شوه.
رخسار، د کابل د کارته پروان اوسېدونکې وایي: «وزن مې کم و، یوې ملګرې راته وویل کاکاو کینګ وخوره، ما د ۳۵۰ افغانیو په بدل کې واخیست، اشتها مې ډېره شوه خو وزن مې زیات نه شو، خو وروسته مې د معدې درد پیدا کړ.»