پر خبرداریو سربېره لا هم پلاستیکي کڅوړې په پراخه کچه کارول کېږي
د پلاستیکي کڅوړو د خطرونو په اړه د خبرداریو او پر وارداتو یې د بندیز سربېره لا هم په بازارونو کې د دغو کڅوړو کارونه په پراخه کچه دوام لري او کارپوهانو یو ځل بیا پر دغو کڅوړو د بشپړ بندیز او په اړه یې د عامه پوهاوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.






