کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بریکس د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلی؛ ټاکل شوې په دې غونډه کې د ایران او اوکراین جګړو او اقتصادي ننګونو په اړه خبرې وشي.
الجزیرې راپور ورکړی چې پوتین نن (جمعه) د بریکس د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هند ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدنه او خبرې وکړي. همداراز د چین ولسمشر شي جینپینګ به هم د دې غونډې په څنډه کې له مودي سره وګوري.
سرچینې لیکلي چې د هند په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر کیرتي وردهن سینګ د پوتين د هرکلي لپاره د نوي ډیلي «پالام» هوايي ډګر ته ورغلی و.
د بریکس د غړو هېوادونو د مشرانو د ورتګ له امله په نوي ډیلي کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د ښار په ځینو برخو کې پراخ ترافیکي محدودیتونه لګېدلي دي.
بریکس په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند، چین او سوېلي افریقا په غړیتوب د راټوکېدونکو سترو اقتصادونو د یوه فورم په توګه جوړ شو، څو دغه هېوادونه په هغو نړۍوالو بنسټونو کې چې تر ډېره د لوېدیځو قدرتونو تر نفوذ لاندې دي، لا ډېر رول ولري.
دغه ډله په وروستیو کلونو کې پراخه شوې او اوس يې ایران، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم غړي دي.
الجزیرې لیکلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې په اړه د بریکس د غړو هېوادونو د نظرونو اختلاف ښايي د دې ډلې یووالی له جدي ازموینې سره مخ کړي.
هند ته د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان دا لومړی سفر بلل کېږي.
په راپور کې راغلي چې د منځني ختیځ د تحولاتو ترڅنګ، د روسیې او اوکراین جګړه به هم د بریکس غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. هند له روسیې سره نږدې ستراتيژیکې اړیکې لري او په وروستیو کلونو کې د روسیې د سونتوکو له مهمو پېرېدونکو څخه پاتې شوی دی.
په همدې حال کې، له ۲۰۱۹ کال راهیسې هند ته د شي جيپينک دغه لومړی سفر دی. د چین او هند اړیکې په همالیا کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د لانجمنې پولې په اوږدو کې له یوې مرګونې نښتې وروسته ترینګلې شوې؛ خو په دې وروستیو کې د الوتنو د تدریجي بیا پیل، د ویزو د ورکړې او د لوړې کچې اړیکو له پراختیا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو نښې لیدل کېږي.
د راپورونو له مخې، هند په ۲۰۲۶ کال کې د بریکس دورهيي مشري پر غاړه لري او د دې ډلې د مشرانو ۱۸مه غونډه په نوي ډیلي کې ترسره کېږي. دغه غونډه به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۱۱مه او ۱۲مه، چې د ۱۴۰۵ کال د وږي له ۲۰مې او ۲۱مې سره سمون خوري، جوړه شي.