ژبه

سبا په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو سیمه‌ییزه غونډه جوړېږي

احمد صهيب حسرت

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۳

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز په کوربه‌توب سبا په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو مهمه سیمه‌ییزه ناسته ترسره کېږي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت او کوربه‌توب، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه (د غبرګولي ۲۶مه) په کابل ښار کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او د لوړې کچې ناسته ترسره شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د اوزبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اذربایجان هېوادونو د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي‌جوړوونکي ګډون وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي: «دا ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان او سیمې هیوادونو ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي. ګډونوال به د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وکړي؛ همدارنګه به د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت وارزول شي او د عملي، پلي‌کېدونکو او پایله‌محوره وړاندیزونو پر وړاندې کولو به تمرکز وشي.»

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د دې ناستې یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د یادو هېوادونو څېړنیز بنسټونه به په مستقیم ډول د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه خپل لیدلوري شریک کړي چې تمه کېږي د یادو هېوادونو د پالیسیو ترمنځ همغږي نوره هم پیاوړې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، ټاکل شوې دا غونډه د بهرنيو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي له خوا په رسمي ډول پرانیستل شي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، تمه ده چې دا ناسته به نه یوازې د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست انعکاس وکړي، بلکې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، او د سیمې د پایدار ثبات او ګډې هوساینې لپاره یو نوی فصل پرانیزي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه فورم د دغه پیغام څرګندونه کوي چې افغانستان د سیمې د اتصال، همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره یو مهم او فعال شریک پاتې کېږي.