ژبه

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

احمد صهيب حسرت

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۲۰

۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ یو لوړپوړی په نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون (جمعه) ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه به ډېر ژر د الکسي اوورچوک په مشرۍ د روسیې یو لوی او لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO)، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو(CIS)  او د شانګهای همکاریو سازمان(SCO)  په کنفرانس کې کړې دي.

هغه ویلي چې دغه سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

کابلوف زیاته کړې چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د زیاتېدو په حال کې ده.

د هغه په وینا، د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه برابره شوې ده.

کابلوف ویلي، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اوسنی حجم د نورو هېوادونو په پرتله لږ دی، خو دغه زیاتوالی د افغانستان لپاره، چې د بیارغونې او پرمختګ پر لور روان دی، د پام وړ اهمیت لري.

هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې بهیر دوامدار او تدریجي دی او روسیه به هڅه وکړي چې دغه بهیر او د ودې چټکتیا وساتي.

د یادونې ده، کابلوف افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.