منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:12 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

یوناما او د بښنې نړۍوال سازمان د کابل د وروستۍ چاودنې په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

· 2 دقیقې لوستل · 322 کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) او د بښنې نړۍوال سازمان د کابل د دشت برچي یوه ښوونیز مرکز کې د وروستۍ چاودنې غبرګون کې د هر اړخیزې، خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې او د ښوونیزو مرکزونو او ملکي وګړو د امنیت د تأمین غوښتنه کړې ده.

دغه چاودنه د دوشنبې په ماښام د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي سیمه کې د مهدیه ښارګوټي په «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې وشوه.

یوې امنیتي سرچینې تېره شپه پژواک ته ویلي وو چې د دې پېښې له امله ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.

یوناما له زیانمن شوو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ویلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۴۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۴ کلونو دي، ټپیان شوي دي.

دغه سازمان د پېښې د څرنګوالي روښانه کېدو لپاره د څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه باید د ماشومانو لپاره خوندي چاپېریال وي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اسلامي امارت له چارواکو یې غوښتي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د قومي او مذهبي لږکیو خوندیتوب تضمین کړي.

دغه سازمان دغه‌راز د نړۍوالو قوانینو او معیارونو له مخې د هر اړخیزې، اغېزناکې، خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په دې پېښه کې ښکېل کسان باید د عادلانه قضايي بهیر له لارې ځواب‌ویونکي وګرځول شي.