کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې د پاکستان د پوځي رژیم بریدونو له امله یوازې د ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ۷۵۰ ډېر ملکي تلفات ثبت شوي چې ډېره برخه یې د هوايي بریدونو له امله وو.
یوناما په خپل تازه راپور کې چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ بیا د مارچ تر ۳۱مې نېټې پېښې رانغاړي، ویلي چې د دغو تلفاتو لویه برخه د فبرورۍ او مارچ میاشتو په هوايي بریدونو کې رامنځته شوې ده.
په راپور کې راغلي چې له دې مخکې هم د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له ۱۰مې بیا تر ۱۷مې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله له ۵۰۰ ډېرو ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې ۴۷ ژوند له لاسه ورکړی و او ۴۵۶ نور ټپیان وو.
یوناما زیاته کړې چې په دې موده کې تر ټولو ډېر ملکي تلفات په ترتیب سره په کابل، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوي او ډېری قربانیان نارینه دي.
د راپور د معلوماتو له مخې، ۶۴ سلنه تلفات د هوايي بریدونو او ۳۵ سلنه نور د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو له امله رامنځته شوي دي.
په راپور کې د مرګژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښه د کب میاشتې په ۲۵مه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د معتادینو درملنې پر یوه مرکز برید بلل شوی؛ هغه برید چې د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، له امله یې له ۴۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۵۰ نور ټپیان شول.
یوناما د دغه راپور د سپارښتنو برخه کې له پاکستانه غوښتي چې د ملکي وګړو د ساتنې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، د بریدونو تر ترسره کېدو مخکې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي، پر ګڼمېشتو سیمو له بریدونو ډډه وکړي او د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو د سرغړونو اړوند ادعاوې وڅېړي.
د یادونې ده، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له پیله نږدې اته میاشتې تېرېږي، خو ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه دومره نه دي چې جګړه په بشپړه توګه ودرېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي.