کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازي مرستیال او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) سرپرست په نیویارک کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د سولې، ثبات او پرمختګ د ملاتړ برخه کې د یوناما د رول په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده عربي اماراتو استازولۍ ویلي چې د دغه هېواد د دایمي استازي مرستیال غسق شاهین د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د سیاسي چارو مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجت ګنیون سره لیدلي دي.
د اماراتو د استازولۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه د یوناما د ماموریت له تمدید وړاندې ترسره شوې او دواړو لورو پکې د افغانستان د وروستیو تحولاتو او په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ د ملاتړ په برخه کې د دې ادارې د رول په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو همداراز د افغانستان د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی او د هغوی د بشپړ، برابر او اغېزمن ګډون لپاره یې د توانمندسازۍ غوښتنه کړې ده.
د اماراتو د استازولۍ په خبره، په دې لیدنه کې د زدهکړو د فرصتونو، د کارموندنې او په ټولنیزو برخو کې د ښځو د ګډون پر زیاتوالي هم ټینګار شوی دی