کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) پر کونړ د پاکستان د وروستیو بریدونو غبرګون کې ويلي، د نړۍوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه باید تل خوندي وساتل شي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ پرون (دوشنبه) له غرمې وروسته د کونړ مرکز او د دغه ولایت د مرورې، دانګام او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو ظالمانه بریدونه وکړل.
په دغو بریدونو کې د سید جمالالدین افغان پوهنتون هم په نښه شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، دغهراز په یادو بریدونو کې اووه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۷۵ نور کسان، چې ښځې، ماشومان او ۳۰ محصلین هم پکې شامل دي، ټپیان دي.
یوناما نن (سېشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي ځایونه، په ځانګړي ډول تعلیمي بنسټونه، باید تل خوندي پاتې شي.
د دې ادارې په خبره، د دغو بریدونو په پایله کې لسګونه افغان ملکي وګړي وژل او یا ټپیان شوي دي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.