Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوتونبایوا د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت لومړي مرستیال د یوناما له مشرې سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمدنبي عمري نن له غرمې مخکې د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه لیدنه چې د کورنیو چارو وزارت د دفتر په مقام کې ترسره شوه او دواړو لوریو پر مختلفو موضوعاتو، په ځانګړي توګه د هېواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده ناسته کې په افغانستان کې د لا ثبات او امنیت په موخه په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.