Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: پاکستان دې له افغان کډوالو سره اسلامي او د ګاونډیتوب حقوقو ته په پام چلند وکړي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له پاکستانه په جبري ډول د را ایستل‌کېدونکو افغان کډوالو د وضعيت ارزونې په موخه تورخم ته د سفر پر مهال د هغوی د ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.

نوموړي چې نن يې د کډوالو د ستونزو د هواري عالي کمېسيون د غړو او نورو چارواکو په مشرۍ تورخم ته سفر کړی ويلي، اسلامي امارت د کډوالو د ټولو ستونزو د حل لپاره پلانونه لري.

هغه په تورخم کې يو خبري کنفرانس ته وويل، په داسې حال کې چې افغان کډوالو په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد په لاس لري خو بیا هم دغه هېواد د ګاونډيتوب او نورو نړۍوالو اصولو خلاف د افغان کډوالو جبري ايستل پيل کړي.

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال راستنېدونکو کډوالو ته ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت د هغوی ستونزو د حل لپاره عالي کمېسيون جوړ کړی، ټولې اړوندې ادارې او مرستندويه موسسې په دې برخه کې شپه او ورځ کار کوي.

هغه د پاکستان حکومت ته په اشاره ویلي: «زموږ د مهاجرینو، د ګاونډيتوب او اسلامي حقوق دي چې دا بايد تر پښو لاندې نه کړي، زموږ ګاونډيان هم د اسلامي، ګاونډيتوب او بین‌المللي اصولو له مخې مکلف دي چې مهاجرینو ته ضرر ونه رسوي، د هغوی سامانونه دي، وسايل یې دي، هلته د پاتې کېدو موضوع یې ده چې دا ټول بايد وساتي؛ له پاکستان سره موږ تاریخي اړيکې لرو چې دا اړيکې بايد په نظر کې ونيول شي.»

د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت ټولې اړوندې ادارې د کډوالو ستونزو د حل لپاره په تورخم او نورو دروازو کې کار کوي چې کډوال له کوم ځنډ او ستونزې پرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دی وايي، لومړی په تورخم کې د کډوالو ثبت او بایومټریک کېږي، لومړنۍ مرستې ورسره کېږي او بیا له ټولو هغو امکاناتو په ګټې اخيستو چې اسلامي امارت يې لري، زمينه برابروي چې کډوال په اسانه خپلو ولايتونو، ولسواليو او کلیو ته ستانه شي.

د یادونې ده، له حنفي سره په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د ننګرهار والي ملا محمدنعیم اخند، د باختر اژانس عمومي رییس مولوي ضیاءالحق حقمل او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ملتیا کوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.