کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه د کاري ټیمونو د استولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یاد هېواد ته واستول شي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره د کاري ټیمونو د استولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د مالیې وزارت له پلاوو سره ناسته وکړه.
هغه ویلي، په ایران کې افغان کډوالو ته د هویت د تثبیت او د نفوسو د احوال ثبت اړوند خدمتونو کې اسانتیاوې رامنځته کول د دې ادارې په لومړیتوبونو کې دي.
هغه ویلي، ایران ته د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د کاري ټیمونو د استولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یاد هېواد ته واستول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP