کابل (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۴): ایران ته له افغانستانه تللي پلاوي د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو له مشر سره د اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وړمه ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) کې – چې د غويي له ۸مې تر ۱۲مې دوام کوي – د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا د چارو له رییس محمدرضا بهرامي سره د اقتصادي همکاریو او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
عثماني ویلي: «اسلامي امارت هڅه کوي د ایران په همکارۍ د کډوالو د باعزته بېرته ستنولو زمینه برابره کړي.»
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنیزو صنعتي همکاریو، د کرنیزو محصولاتو برخه کې د پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، بهرامي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوسني وضعیت خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره یې د کډوالو د حضور قانوني کولو او بېرته ستنولو په اړه هم سلا مشورې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP