کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د بېپولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د کډوالو د ستنولو پلان، روغتیايي خدمتونو ته د افغان کډوالو لاسرسی محدود کړی او له دغه هېواده یې غوښتي چې د هغوی جبري ایستل ودروي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه پلان پلي کېدو روغتیايي خدمتونو ته د افغان کډوالو لاسرسی سخت اغېزمن کړی؛ ځکه ډېری کسان د نیول کېدو او د اسنادو د څېړلو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ځنډوي او یا په بشپړ ډول ترې ډډه کوي.
د یاد سازمان په وینا، دغه وضعیت د هغو روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی چې مخنیوی یې کېدای شي، لکه خوارځواکي او د امیندوارۍ عوارض.
سرچینه زیاتوي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د دغه سازمان ګرځنده کلینیکونو د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د کډوالو ماشومانو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده.
د راپور له مخې، ۷.۶ سلنه ماشومان له شدیدې حادې خوارځواکۍ او ۲۵.۷ سلنه نور له منځنۍ حادې خوارځواکۍ سره مخ وو؛ نږدې ۹۰ سلنه د خوارځواکۍ ناروغان افغان کډوال وو چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
دغه سازمان زیاته کړې، پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د بېاسناده بهرنیانو د ستنولو پلان له پیل راهیسې، تر ۲.۵ میلیونو ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
بېپولې ډاکټرانو له ټولو هغو هېوادونو چې د افغان کډوالو کوربهتوب کوي، غوښتي چې افغانستان ته د هغوی جبري ستنول ودروي او ډاډ ترلاسه کړي چې هر ډول ستنېدنه په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت په ساتلو سره ترسره شي.