Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز ته د راستنو شوو افغان کډوالو د ژوند او بې‌وزلۍ ترخې کیسې

زرنج (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ایرانه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال چې د بې‌وزلۍ او سرپناه نه لرلو ترڅنګ له ژورو رواني ټپونو هم ځورېږي، له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو څخه د مرستو د زیاتوالي، سرپناه جوړولو او کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې یو اعشاریه شپږ میلیون کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.

څلور لسیزې جګړه او ناامني، بي‌کاري او اقتصادي ستونزې، ګاونډیو، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ له اصلي لاملونو څخه دي. ډیری افغان کډوال چې په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان، ایران او ترکیه کې دي وايي، د کډوالۍ پر مهال په ځینو برخو لکه د باعزته کار موندلو، له ژبې او پردي کلتور سره نابلدتیا، ښوونیزو او ان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

راستنه شوې کډواله مهناز او د خاوند تر مړینې وروسته یې رواني حالت

۴۰ کلنه مهناز چې ایران کې له څلور کاله ژوند وروسته له خپلو څلورو ماشومانو سره د ورېښمو له پولې ردمرز شوې، د خپل مېړه د مړینې شېبه نشي هېرولای؛ هغې مېړه د زاهدان د کډوالو په کمپ کې د سختې ګرمۍ او رواني فشار له امله مړ شو او مهناز یې د ژوند له سختیو، بې‌وزلۍ او څلورو ماشومانو سره یوازې پرېښوده.

یاده مېرمن چې له خپلو څلورو ماشومانو سره زرنج ښار کې د یوه خپلو په کور کې په موقت ډول اوسېږي وايي: «ډېره دردوونکې ده چې ځوان خاوند مې  د سترګو پر وړاندې ساه ورکړه. هغه له دې نړۍ په خپل تګ زه او زما څلور ماشومان د تل لپاره یوازې پرېښودل.»

مهناز څلور کاله مخکې له خپل خاوند او ماشومانو سره له پروان ولایت څخه ایران ته لاړه. خاوند یې ایران ته کډوالۍ مخکې پروان کې په یوه مؤسسه کې کار کاوه، خو د تېر نظام له پرځېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او اړ شو چې د کډوالۍ لار غوره کړي.

د هغې په وینا، خاوند یې په ایران کې د اوسپنې ویلي کېدو په یوه کارخونه کې کار پیل کړ او د یو وخت لپاره یې ژوند بېرته ښه شو، خو د سږکال اوړي، سوځوونکي ګرمۍ او د زاهدان کې کمپ کې ستونزمنو شرایطو د نوموړې د کورنۍ لپاره یو تریخ پای له ځانه سره درلود.

مهناز وايي: «هغه ورځ ګرمي ۵۰ درجې وه، خاوند مې د ګرمۍ او رواني فشار له امله په کمپ کې بې‌هوښه او مړ شو.»

هغه چې د خاوند د مرګ په یادولو سره یې ژړل، ویې ویل: «د شپې خوب وینم چې بیا مړ کېږي. له خوبه پاڅېږم، له ژونده ناهیلې شوې یم. اوس یوازه زه او څلور ماشومان مې پاتې یو؛ حیرانه یم چې ژوند څه ډول مخکې یوسم.»

مهناز زیاته کړه، د خپل روحي او وراني وضعیت ښه کېدو لپاره یې د خپلو دوستانو په مشوره او غوښتنه د رواني روغتیا یوه مشاور ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې په وضعیت کې ښه والی نه دی راغلی.

هغې زیاته کړه: «له شور ماشور بېزاره یم. کله چې ماشومان لوبې کوي، غوسه راځي… وېرېږم چې هغوی ته څه زیان ونه رسوم.»

منهاز چې اوس په نیمروز کې ده، غواړي خپل ولایت پروان یا کابل ته ولاړه شي. هغه وايي: «له ځان سره مې هیڅ شی نه دي راوړي. حیران یو چېرته ولاړ شو، له پلار پرته د دغو ماشومانو راتلونکی به څنګه شي؟ کاش هیڅکله ایران ته نه وای تللي، کډوالۍ سخت زیان راته ورساوه؛ خاوند مې له لاسه ورکړ، اولادونه مې له ښوونځي پاتې شول.»

نوموړې هیله لري چې د کار زمینه ورته برابره شي څو وکولای شي عزت‌مند ژوند ولري او خپلو اولادونو ته رسېدنه وکړي.

خو دا یوازې مهناز نه ده چې کډوالۍ یې ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړی دی.

د ورېښمو له لارې په جبري توګه راستنېدنه؛ ۱۷ کلن ځوان او د بې‌وزلۍ په دام کې ګیر راستنې شوې کورنۍ

۱۷کلن حمیدالله چې د څلور کسیزې کورنۍ سرپرست دی او تش لاس له ایرانه هېواد ته راستون شوی وايي: «د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله له روحي او رواني اړخه ځوریږي.»

حمیدالله دوه کاله مخکې د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله ایران ته ولاړ او هلته یې په یوه ودانۍ کې کار کاوه او د میاشتې یې ۱۵ میلیون تومانه معاش درلود چې ټولې پیسې یې خپلې کورنۍ ته رالېږلې.

هغه چې د ناسم رواني وضعیت له امله یې په خبرو کې سکته‌ګي راتله او غرېو نیولی و، ویې ویل: «په یوه میاشت کې چې هېواد ته راغلی یم، هره دروازه مې وټکوله، د ورځې اته بجې د کار پیدا کولو لپاره له کوره وځم او د شپې لس بجې بېرته راځم خو کار نشته، ژوند سخت تیریږي، په کرايي کور کې اوسېږو، بیخي حیران یو چې څه وکړو.»

حمیدالله د خپلې کورنۍ مشر زوی او یوازینی نفقه راوړونکی دی او پلار یې پنځه کاله مخکې د يوې پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی.

هغه چې بی‌کاري د ډېرو افغانانو د کډوالۍ اصلي لامل بولي، له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د راستنو شوو کډوالو د کارموندنې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د سرپناه نه درلودل او لوږه؛ له ایرانه د راستنې شوې کډوالې صبرۍ کیسه

صبري يوه کونډه ښځه ده چې له خپلو درېیو لوڼو او يو زوی سره له ايرانه راایستل شوې. نوموړې دا مهال په زرنج ښار کې د فقر، لوږې او د سرپناه نه درلودو ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

هغه وايي‌‌، څو کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره ايران ته ولاړه، هلته یې زوی مزدوري کوله او ژوند یې يو څه ښه و خو له دوو مياشتو راهيسې ردمرز شوي دي، يوه مياشت یې د خپلوانو په کور کې تېره کړه او وروسته يو سړي ورته یو کور وړیا ورکړ چې يوازې له یوې کوټې څخه یې ګټه اخیستلای شي.

هغې زیاته کړه: «هلته برېښنا او اوبه ډېرې ارزانه وې خو دلته هره ورځ بايد خوږې اوبه جلا او تروې اوبه جلا واخلو، د سون لپاره ګاز نه لرو، په پلاستيکونو اور بلوو چې ډوډۍ پخه کړو، لوګي له امله مې سترګې ړندېږي، ساه مې بندېږي، خواړه د لوګي بوی اخلي، دلته د ژوند لګښتونه ډېر درانه دي، هغه پيسې چې امارت راکړې وې، ختمې شوې، نه پوهېږم څه وکړم. د خلکو کورونو کې پاک کاري کوم څو اولادونه مې وږي پاتې نشي.»

صبري د ژمي رارسېدو ته په اشارې وویل، اندېښمنه ده چې په دې موسم کې به د خپل کور تودولو لپاره څه کوي.

هغې له اسلامي امارت او مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل چې د ژمي له رارسېدو مخکې راستنو شوو کډوالو ته د خوراکي او سون ‌توکو مرستې وویشي.

د نيمروز د کډوالو او راستنېدونکو ریيس مولوي عبدالله ریاض وايي، د دې ترڅنګ چې کډوالو او راستنو شوو سره نغدې مرستې کېږي، پرېکړه یې کړې چې هغوی ته د زرنج ښار په «سيادک» سيمه کې استوګنيز ښارګوټی هم جوړ شي.

نوموړی زیاتوي، له نيمروز څخه اړوند ولایتونو ته د کډوالو انتقال لپاره وړيا ټرانسپورت برابر شوی دی. دغه‌راز، د ورېښمنو بندر د لنډمهاله کمپ په ساحه کې کډوالو ته د خوړو او درملو خدمتونه وړاندې کېږي او له مرستندویو ادارو سره په همغږۍ، د حفظ‌الصحې وسايل، د کور وسایل او د ماشومانو د خوراکي توکو بستې وېشل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.