زرنج (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ د عمومي سړک له خرابوالي د خلکو د شکایتونو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، درې میاشتې مخکې د دغه سړک د جغلاچونې چارې پیل شوې وې چې اوس بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
پژواک د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې «د څښاک له اوبو تر ښوونځي او کلینیکه؛ د نیمروز په ځینو سیمو کې د محرومیت کیسه» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی و؛ په دغه راپور کې د چخانسور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د هغه سړک له خراب وضعیته شکایت کړی و چې دا ولسوالي د ولایت له مرکز سره نښلوي.
د هغوی په خبره، دغه سړک چې پخوا هم جغلاندازي شوی و، د سېلابونو له امله ویجاړ شوی و او ډېرې کندې کپرې یې پیدا کړې وې. دوی له مسوولینو غوښتي وو چې دغه لار دې په اساسي ډول ورغول او پوخ شي.
د نیمروز د ټولګټو رییس مولوي جانمحمد بدري پژواک ته وویل، د دغه سړک د جغلاچونې چارې چې د سېلابونو له امله زیانمن شوی و، شاوخوا درې میاشتې مخکې پیل شوې او په وروستیو ورځو کې بشپړې شوې.
د هغه په خبره، دغه سړک ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او اووه متره سور لري. د جغلاچونې پر چارو یې څه باندې اته میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د ټولګټو وزارت له لوري د نیمروز د فواید عامې ریاست له بودجې ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه: «هڅه کوو چې د ولایت مقام په همکارۍ د نیمروز د اوسېدونکو ستونزې حل کړو او نورې پراختیايي پروژې هم عملي کړو.»
بدري وایي، اوس د سړک د جغلاچونې چارې بشپړې شوې او د خلکو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه سړک د پخولو چارې به کله پیل شي؟ وویل چې د پروژې د بودجې برابرولو هڅې روانې دي او که سږ کال ورته بودجه برابره نه شي، نو د راتلونکي کال په پراختیايي پلان کې به شامل شي.
بدري د خلکو د ستونزو په انعکاس کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل: «ستاسې رسنۍ د محرومو سیمو د ستونزو د رابرسېره کولو برخه کې ارزښتناک او مسوولانه رول لري او دا هڅې د ستاینې وړ دي.»
هغه ټینګار وکړ، هر کله چې رسنۍ د خلکو ستونزې په رښتینې او سمه توګه انعکاس کړي، د غوره پرېکړو او اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابریږي.
له بلې خوا، د چخانسور ولسوال مولوي نورالدین حمزه د نیمروز ولایت له مقام او د فواید عامې له ریاسته مننه وکړه او ویې ویل، پخوا د دې ولسوالۍ خلک د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس د سړک د جغلاچونې له بشپړېدو سره د خلکو تګ راتګ اسانه شوی دی.
هغه هیله وښوده چې د دغه سړک د کانکرېټاچونې چارې هم ژر پیل شي.
خلک: تګ راتګ اسانه شوی
د چخانسور اوسېدونکی عبدالغفور وایي، پر دې لار پخوا خاورې وې او خرابه وه، خلک به د چخانسور او زرنج ښار ترمنځ د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
د هغه په خبره، پخوا پر دې لاره سفر شاوخوا یونیم ساعت وخت نیوه، خو اوس دا موده نږدې ۴۵ تر ۵۰ دقیقو پورې راکمه شوې ده.
د چخانسور یو بل اوسېدونکی شکور وایي، د دغه سړک یوه برخه مخکې د سېلابونو له امله ویجاړه شوې وه او ډبرین پل یې هم له منځه تللی و؛ له همدې امله موټر اړ وو چې د لارې یوه برخه له خاورو ډکه او ټیټه سیمه وکاروي او بیا بېرته اصلي سړک ته پورته شي.
د هغه په باور، دغه وضعیت په ځانګړي ډول د ناروغانو او هغو کورنیو لپاره چې عاجل ناروغان یې لرل، جدي ستونزې رامنځته کولې.
هغه زیاتوي: «کله چې مو مېندواره ښځې یا هغه ناروغان چې وضعیت یې خراب و، له چخانسوره زرنج ته لېږدول، لار ډېره سخته او اوږده وه، کله ناکله به ناروغ د لارې په منځ کې لا ډېر خرابېده، ځکه سړک خراب و او تګ راتګ ډېر ستونزمن و.»
د سیمې اوسېدونکو د سړک د جوړېدو هرکلی وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د دې لارې د پخولو کار هم ژر تر ژره پیل کړي، څو د دوی د تګ راتګ ستونزه په اساسي ډول حل شي.