جلالاباد (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوه ماشومه مړه او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
د چپرهار ولسوال ابراهیم خیرالله وایي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ د دولتزیو په سیمه کې شوې ده.
هغه زیاتوي چې ټپي شوې مېرمن نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
دی زیاتوي چې زیانمنه شوې کورنۍ بېوزله ده، په پېښه کې ورته مالي زیان هم اوښتی او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د یادونې ده، په ننګرهار کې د وروستیو سختو ورښتونو له امله په ځینو سیمو کې کورونه زیانمن شوي او تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.