Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناروي یو پلاوی په نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو ارزولو په موخه د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخا متقي د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له شارژدافير پیر البرټ الساس سره ولیدل او په يو لړ دوه اړخيزو او سیمه‌ييزو مسايلو يې خبرې وکړې.

یاد وزارت لیکلي، متقي د ناروې له خوا د اسلامي امارت ډیپلومات منل په اړيکو او باور جوړونه کې يو ښه پرمختګ وباله او د افغانستان او لوېديځو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې يې د ناروې رول رغنده ياد کړ.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي په سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه وښوده او يادونه يې وکړه چې د افغانستان حکومت د اسلامي او انساني مسوولیتونو له مخې د ايران له خلکو سره همکارۍ ته چمتووالی لري.

بهرنیو چار وزارت لیکلي، پير د سيمې وروستيو بدلونونو په هکله د خپل هېواد دريځ بيان کړ او پر افغانستان يې د ممکنه اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ناروې شارژدافير ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به يې د هېواد يو پلاوی کابل ته راشي او د اسلامي امارت له چارواکو سره به خپلې اړيکې وارزوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.