کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

کازینفورم اژانس راپور ورکړی چې یرکین توکوموف د قزاقستان د ولسمشر له لوري پر دغه مقام ټاکل شوی دی.

د ویلو ده چې یرکین توکوموف له دې مخکې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د رییس په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړي سږ کال د وري په میاشت کې هغه مهال چې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشري یې پر غاړه وه، کابل ته سفر هم کړی و.

توکوموف له ۲۰۲۲ کال راهیسې د قزاقستان د جمهوري ریاست تر چتر لاندې د قزاقستان د ستراتیژیکو څیړنو موسسې مشري په غاړه درلوده.