کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): اروپایي ټولنې خبر ورکړی چې له سل ټنه بشري مرستو بار یوه الوتکه یې نن سهار کابل ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د دې اتحادیې سل ټنه اړینه بشري مرسته نن سهار په یوه الوتکه کې کابل ته راورسېده.
یادې ادارې دا نه دي ویلي چې په دغو بشري مرستو کې کوم توکي شامل دي.
سرچینې زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال کې راهیسې د دې اتحادیې له خوا افغانستان ته د هوا له لارې ۲۱۵۰ ټنه بشري مرستې راوړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP