منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې وسله‌والو دوه پاکستاني پولیس په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړې دی.

جیونیوز نن د صوابۍ د پولیسو د مشر وقاص رفیق له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه د صوابۍ په سیمه کې د منصوري پولیسو پوستې ته څېرمه هغه مهال شوې چې ناپېژاندو کسانو د پولیسو پر یوه موټر ډزې وکړې.

وقاص رفیق ویلي، په دغه برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پولیسو د وسله‌والو د نیولو په موخه سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.