منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۸ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ناپېژاندو وسله‌والو په پېښور کې د نفوسو د ثبت ادارې یو چارواکی وژلی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د پاکستان پولیس وایي، ناپېژاندو وسله‌والو د پېښور ښار په حیات‌اباد سیمه کې د دغه هېواد د نفوسو د ثبت ملي ادارې (نادرا) یو چارواکی په ډزو وژلی دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نن سهار د پېښور ښار په حیات‌اباد سیمه کې د پاکستان د نفوسو د ثبت ملي ادارې (NADRA) دفتر ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، وژل شوی کس فهد خان نومېده چې د نادرا ادارې مرستیال مدیر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړي نور عالم خان وراره و.

د پېښور ښار د پولیسو ویاند عالم خان ویلي چې فهد خان د نادرا دفتر شاته، د حیات‌اباد پولیسو حوزې په اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې پولیس د پېښې له خبرېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او د پېښې له ځایه یې تومانچې اته تش پوچکونه راټول کړي دي.

د پولیسو د ویاند په خبره، د وژل شوي کس جسد د عدلي طب د معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

نوموړي دغه راز ویلي چې د پېښې د څرنګوالي معلومولو او د عاملینو د پېژندلو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

په همدې حال کې، د پاکستان د ملي اسمبلۍ رییس سردار ایاز صادق د نادرا ادارې د دغه چارواکي پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

هغه په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې د پېښې د عاملینو د ژر تر ژره نیولو او عدالت ته د هغوی د سپارلو غوښتنه کړې ده.