کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په هنګو کې پر یوه امنیتي پوسته برید شوی، یو پاکستانی پولیس وژل شوی او درې نور وسلهوالو له ځان سره بیولي دي.
د پاکستان اج ټلوېزیون نن راپور ورکړې چې د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د پیر شاه الماس غره پر سر پر یوه امنیتي پوسته وسلهوالو ناڅاپي برید کړی چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او درې نور تښتول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د پاکستاني پولیسو او وسلهوالو ترمنځ نښته هم شوې ده.
راپور کې د پولیسو له قوله لیکل شوي چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.
سرچینې لیکلي چې امنیتي ځواکونو د پولیسو د ژغورلو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي.











