منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۳ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

خیبر پښتونخوا کې ناپېژانده کسانو یو پاکستانی پولیس په وهلو ډبولو وژلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې
ارشیف

کابل (پژواک) – پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخو په بنو کې ناپېژانده کسانو یو پاکستانی پولیس په وهلو ډبولو وژلی دی.

جیو نیوز نن راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په تازېري څلورلاره کې یو پولیس د ناپېژانده کسانو له خوا له وهلو ډبولو وروسته مړ شوی دی.

راپور کې د پولیسو له قوله لیکلي شوي چې یاد کسان له پېښې وروسته له سیمې تللي خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.