منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۰ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ ۸ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل
ارشیف

کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په ایبټ‌اباد سیمه کې د مسافر وړونکي بس او د بار وړونکې لارۍ د ټکر له امله لږ تر لږه اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور ټپیان شوې دي.

ډان ورځپاڼې د ژغورنې ادارې د چارواکو په حواله راپور ورکړې چې دغه پېښه نن جمعه سهار وختي د خیبر پښتونخوا په ایبټ‌اباد کې د هزاره موټروې د هویلیان انټرچینج ته څېرمه رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې بس له ګلګت څخه راولپنډۍ ته روان و چې دغه پېښه رامنځته شوه.

سرچینې ویلي چې په یادو ټپیانو کې پنځه ماشومان او شپږ ښځې هم شاملې دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي او د څلورو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.

په راپور کې راغلي چې تر دې پېښې یوه ورځ مخکې د پاکستان د پنجاب ایالت په پاکپټان سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او لارۍ د ټکر له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي وو.