کابل (پژواک) – د مېټا شرکت د مصنوعي ځیرکتیا مشر الکساندر وانګ ویلي، «زبر» یا خورا هوښیاره مصنوعي ځیرکتیا، چې وړتیاوې یې د انسان له فکري وړتیاوو ډېرې لوړې دي، په رارسېدو ده؛ نوموړي خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکي کې انسانان د دې ټکنالوژۍ د کنټرول توان له لاسه ورکړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، وانګ ویلي چې د بشریت له خوا په راتلونکي یوه کال کې ترسره کېدونکي اقدامات به د راتلونکې نړۍ پر بڼه «لوی اغېز» ولري.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د انتروپیک شرکت یوه کارکوونکي اعلان وکړ چې د دغه شرکت د «کلود» په نوم د مصنوعي ځیرکتیا وسیلې په مرسته یې د ریاضیاتو یوه له پېچلو مسئلو، د ریمان فرضیه، حل کړې ده. وانګ ویلي چې دغه پرمختګ د فکري ځواک له پلوه د بشریت له ټولو پخوانیو لاسته راوړنو ډېر لوړ دی.
د مېټا د مصنوعي ځیرکتیا مشر ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکي ماډلونه به د خپلو وړتیاوو په لوړولو سره تر انسانانو ډېر پیاوړي او مخکې شي او په بیولوژۍ، وسلو او اقتصاد برخو کې به څېړنې په بېساري ډول چټکې کړي.
هغه زیاته کړې چې ښايي انسانان د داسې مصنوعي ځیرکتیا کنټرول ونه شي کړای چې د انساني مداخلې پرته خپلې وړتیاوې په پرلهپسې او نامحدود ډول لوړې کړي، یا په هره برخه کې د انسان په پرتله زر برابره ډېره ځیرکه او پیاوړې شي.
راپور کې راغلي، وانګ ټینګار کړی چې اوس باید د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ ترڅنګ د هغې خوندیتوب، له انساني موخو سره همغږي او امنیت ته هم جدي پاملرنه وشي او د دې ټکنالوژۍ د مسوولانه پرمختګ په اړه فکر وشي.
د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب ملاتړي په دې باور دي چې که دغه سیستمونه د انسان له مداخلې پرته د خپلو وړتیاوو د لوړولو جوګه شي، دا به داسې مهم پړاو وي چې تر هغه وروسته ښايي بشریت د دې ټکنالوژۍ د کنټرول توان له لاسه ورکړي.
د راپور له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د ګټو او احتمالي ناورینونو د خطرونو ترمنځ د توازن په اړه د ټکنالوژۍ په مرکز، سیلیکونوېلي کې لا هم ګډ نظر نشته.
مېټا تر ډېره د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ په اړه خوشبینانه دریځ لري. د دغه شرکت اجرائیوي مشر مارک زاکربرګ د انتروپیک او اوپناېآی شرکتونو د مشرانو هغه غوښتنې رد کړې دي چې د خوندیتوب د تدابیرو د پیاوړتیا لپاره دې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا بهیر په همغږۍ ورو شي.
زاکربرګ د روان کال په اګست کې په یوه مقاله کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه بحثونه له وېروونکو وړاندوینو ډک بللي او ویلي یې دي چې دغه ټکنالوژي باید د ډېرو خلکو لپاره د لا ډېرې هوساینې، روغتیا او ازادۍ لامل شي.










