کابل (پژواک) – د اېټالیا د شخصي معلوماتو ساتنې ادارې د ټولنیزو شبکو لوی شرکت «مېټا» د اندروېډ کاروونکو له اجازې پرته د هغوی شخصي عکسونو او ویډیوګانو ته د لاسرسي له امله ۸۸۷ میلیون ډالره جریمه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، یادې ادارې ویلي چې مېټا د فېسبوک اپلېکېشن د یوې ځانګړې وړتیا له لارې د اندروېډ کاروونکو شخصي ګالریو ته لاسرسی درلود او د هغوی عکسونه او ویډیوګانې یې د خپرولو لپاره ورپېژندلې.
د اېټالیا د شخصي معلوماتو ساتنې ادارې زیاته کړې چې مېټا باید په ۶۰ ورځو کې دغه وړتیا په ډیفالټ ډول غیرفعاله کړي او د کاروونکو د ګالریو له محتوا څخه د ګټې اخیستو لپاره د هغوی جلا رضایت ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دې موضوع په اړه څېړنې پیل شوې وې، خو په دې څېړنو کې دا موضوع نه وه څېړل شوې چې مېټا د کاروونکو شخصي عکسونه او ویډیوګانې د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو د روزلو لپاره کارولي دي که نه. مېټا بیا د عکسونو او ویډیوګانو د داسې کارولو ادعا رد کړې ده.
یادې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې د مېټا له خوا د یوې نوې وړتیا د رامنځته کېدو موضوع هم جلا ارزولای شي؛ د دې وړتیا له لارې د کاروونکو د شخصي ګالریو محتوا په کلاوډ یا انلاین زېرمتون کې پروسس کېدای شي.
د راپور له مخې، د مېټا پر شرکت لګول شوې جریمه د دغه شرکت د نړۍوالو عوایدو شاوخوا ۰،۴۷ سلنه جوړوي.
مېټا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.










