منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ترکیه: یوه دفاعي سیسټم مو په یو وخت کې ۵۱ ډرونونه له کاره وغورځول

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې
د ترکیې د آسل‌سان شرکت د «اجدرها» دفاعي سیسټم. (انځور: انادولو خبري اژانس)

کابل (پژواک) – د ترکیې دفاعي شرکت «آسل‌سان» وايي، د دغه شرکت د «اجدرها» ( (Ejderha په نوم دفاعي سیسټم په یوه عملي ازمایښت کې له توغندیو پرته د پیاوړو الکترومقناطیسي څپو په کارولو سره په یو وخت کې ۵۱ بې‌پیلوټه الوتکې له کاره غورځولې دي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د آسل‌سان شرکت رییس او اجرائیوي مشر احمد اکیول دغه ازمایښتي ننداره د نړۍ په کچه لومړنۍ بللې او ویلي یې دي چې یاد سیسټم د بې‌پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو لپاره توغندي نه دي کارولي.

د نوموړي په وینا، دغه ازمایښت د شرکت د جوړېدو د ۵۱مې کالیزې په مناسبت ترسره شوی دی. د «اجدرها» سیسټم د کوچنیو او ډېر کوچنیو بې‌پیلوټه الوتکو، په ځانګړي ډول د ډله‌ییزو بریدونو پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړ شوی دی.

آسل‌سان شرکت وايي، د «اجدرها» پرمختللې بڼه، چې «اجدرها ۲۱۰» نومېږي، د ترکیې د «فولادي ګنبدې» څوپوړیز هوايي دفاعي سیسټم برخه ده او د دغه سیسټم د عملیاتي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی دی.