منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۴ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
د کمپیوټر چيپونه. (انځور: رویټرز)

کابل (پژواک) – د امریکا حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي او په یو شمېر هېوادونو کې یې د دغو چیپونو پر صادراتو هم کنټرول زیات کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ دغه پرېکړه اعلان کړې چې له مخې به یې په سنګاپور، تایلنډ، مالیزیا، اندونیزیا او برازیل کې شرکتونه د پرمختللو امریکايي چیپونو د ترلاسه کولو لپاره د واشنګټن د صادراتو جواز ته اړتیا ولري.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې پرېکړې موخه دا ده چې چین او نور هېوادونه د درېیمو هېوادونو د معلوماتي مرکزونو له لارې د امریکايي ټکنالوژۍ پر لاسرسي د لګېدلو محدودیتونو د ماتولو توان ونه لري. د دغو مرکزونو له لارې ځینې چینايي شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا د خپلو ماډلونو د پرمختیا لپاره له پرمختللو چیپونو کار اخلي.

د راپور له مخې، نوې پرېکړه د انلاین پلورنځیو او ټولنیزو شبکو د شرکتونو پر هغو سیسټمونو نه تطبیقېږي چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت یې د ملي امنیت لپاره ګواښ نه بولي. دغه اقدام د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د صادرې شوې هغې مقررې د لغوه کېدو لامل هم کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا چیپونو ته یې نړۍوال لاسرسی د صادراتو د جوازونو له لارې محدود کړی و.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر په درشل کې دی او ټاکل شوې د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د چین په شنژن ښار کې وګوري.