کابل (پژواک) – د ټولنیزو رسنیو لوی شرکت «مېټا» ویلي چې له روانې میاشتې به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د کاروونکو د عمر معلومولو ټکنالوژي په نړۍواله کچه پراخه کړي، څو هغه تنکي ځوانان وپېژني چې د حساب جوړولو پر مهال یې ځانونه لویان معرفي کړي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، مېټا ویلي چې دغه ټکنالوژي به لومړی د انسټاګرام په حسابونو کې وکارول شي او د روان کال په وروستیو کې به فېسبوک او تریډز ته هم وغځول شي.
د یاد شرکت په وینا، دغه ټکنالوژي د کاروونکو فعالیتونه او خپرونې ارزوي او د هغوی عمر اټکلوي؛ که چېرې یو کاروونکی تنکی ځوان وپېژندل شي، نو حساب به یې په اتومات ډول د تنکیو ځوانانو د خوندیتوب تر ځانګړو محدودیتونو لاندې راشي، که څه هم د ثبت پر مهال یې د لویانو د زېږون نېټه ورکړې وي.
د تنکیو ځوانانو په حسابونو کې د اړیکو، د لیدلو وړ محتوا او د ټولنیزو رسنیو د کارونې د مودې په اړه محدودیتونه شته. د بېلګې په توګه، د هغوی د کارونې وخت محدود دی، د شپې له خوا یې د انسټاګرام خبرتیاوې بندېږي، څو د خوب پر مهال مزاحمت ورته ونه شي او د ځینو حساسو محتواوو له لیدلو منع کېږي.
مېټا په داسې حال کې د دې ټکنالوژۍ د پراختیا پرېکړه کړې چې په امریکا او نورو هېوادونو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب په برخه کې له پراخو حقوقي دعوو او نیوکو سره مخ ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه شرکت د روان کال په اګست میاشت کې د امریکا له ایالتونو سره د ۱۸ میلیارد ډالرو په ارزښت یوې هوکړې ته رسېدلی او ژمنه یې کړې چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره به د خپلو ټولنیزو شبکو په تګلارو کې بدلونونه راولي.
په دغو بدلونونو کې د ۱۸ کلونو څخه د کمعمره کاروونکو لپاره د ورځني استعمال دوه ساعته محدودیت، د شپې له نیمايي د سهار تر شپږو بجو د کارونې بندیز او د والدینو لپاره د خپلو ماشومانو د فعالیتونو په اړه د خبرتیاوو برابرول شامل دي.
مېټا له نورو ټولنیزو شبکو، په ځانګړې توګه ټیکټاک او یوټیوب، هم غوښتي چې د تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره ورته اقدامات وکړي.










