منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

منظور پښتین: د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور اجازه نه ورکوو

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي چې د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور او پانګونې د پروګرام پر وړاندې به مخالفت وکړي او د دغو سرچینو د پلور اجازه به ورنه کړي.

پښتین په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت، چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي، د کانونو، طبیعي زېرمو او نورو شتمنیو د پلور پروګرام د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه په اسلام‌اباد کې پلان شوی دی.

هغه زياته کړې چې د خیبر پښتونخوا شتمنۍ د پښتنو دي او پنجاب د هغو د پلورلو واک او حق نه لري.

د نوموړي په خبره چې د دې پرېکړې پر ضد به د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د نړۍوال بانک مخې ته لاریون وشي او له ټولو پښتنو یې غوښتي چې په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

پښتین ویلي چې د هغو شرکتونو برېښنالیک پتې یې موندلې چې په دغه پروګرام کې ښکېل دي او په پام کې لري چې د اعتراض لیکونه ورولېږي، څو د خیبر پښتونخوا د کانونو او طبیعي زېرمو د پلور له تړونونو سره خپل مخالفت څرګند کړي.

هغه د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو په اړه هم ادعا کړې چې دغه عملیات د پښتنو د جبري بې‌ځایه کولو او د هغوی د طبیعي زېرمو د نیولو لپاره د یوې طرحې برخه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د کانونو د پانګونې فورم د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه په اسلام‌اباد کې جوړ شوی و.