منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:00 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دین او کلتور

سرپل کې اووه قلمه تاریخي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول

· 2 دقیقې لوستل · 435 کتنې

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ د فرشقان کلي اوسېدونکو له خوا موندل شوي اووه قلمه تاریخي اثار چې لرغونتیا یې ۳۰۰ کلونو ته رسېږي، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په موندل شوو اثارو کې یو دیګ، یوه څراغ‌پایه، یو شمعه‌داني، یو مات لوښی، یو تېلي څراغ، یوه تېل‌داني او د کف‌ګیر د لاستي دوه ټوټې شامل دي.

د سرپل والي ملا احمدشاه دین‌دوست د دغو اثارو موندل او سپارل د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې برخه کې یو ارزښتناک ګام بللی او ویلي یې دي چې د سرپل سیمه‌ییزه اداره د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې له پروګرامونو او هڅو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې چې دا ډول اقدامات د هېواد د تاریخي شتمنیو په اړه د خلکو د مسوولیت احساس ښيي او د خلکو د تاریخي هویت او تېر وخت په خوندیتوب کې مهم رول لري.

همداراز، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا عبدالغفار حق‌نما ویلي چې تاریخي اثار د هېواد د اصیل کلتور او دودونو مهمه برخه ده او دا اثار د تېرو نسلونو د ژوند طرز او تاریخ انځوروي. هغه زیاته کړې چې د دغو اثارو ساتنه او خوندیتوب د ټولو ګډ ملي او اسلامي مسوولیت دی.