هرات (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): په هرات کې د ترکیې جنرال قونسل د سلطان حسین بایقرا په اړه د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړ او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د فرهنګي، ښوونیزو او بیارغونې همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عتیقالله عزیزي په دې ولایت کې د ترکیې له جنرال قونسل تزجان قاضي اوغلو سره په لیدنه کې د فرهنګي همکاریو د پراختیا او د هرات تاریخي او فرهنګي مخینې ته د پاملرنې په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، عزیزي په دې لیدنه کې په فرهنګي برخو کې د ترکیې له لېوالتیا او همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې د هرات خلک له فرهنګ، لیکوالۍ او ادبیاتو سره ځانګړې لېوالتیا لري.
هغه ویلي دي: «هرات له پخوا راهیسې د شاعرانو، لیکوالانو او نومیالیو فرهنګي شخصیتونو ښار پاتې شوی او راتلونکو نسلونو ته د دغه ښار د فرهنګي او تاریخي میراث ورپېژندل د فرهنګي بنسټونو له مهمو مسوولیتونو څخه دي.»
ده په افغانستان کې د لویو بیارغنیزو او پراختیايي پروژو د پلي کېدو یادونه کړې او په فرهنګي او پراختیايي برخو کې یې د «دوستو هېوادونو، په ځانګړې توګه ترکیې» د همکاریو او ملاتړ د دوام غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په هرات کې د ترکیې جنرال قونسل هم د دغه ولایت تاریخي او فرهنګي ارزښت ته په اشارې ویلي چې هرات تل ځانګړی اهمیت درلودلی دی.
هغه زیاته کړې چې ترکیه د خپلې قونسلګرۍ، افغان ـ ترک ښوونځیو او د ټیکا دفتر له لارې په ښوونیزو او فرهنګي برخو کې فعالیت کوي او دغه همکارۍ به دوام ومومي.
ده دغه راز د سلطان حسین بایقرا په اړه د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی او په افغانستان، په ځانګړې توګه هرات کې یې د فرهنګي همکاریو او د بیارغنیزو او پراختیايي پروژو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی.
په خبرپاڼه کې د دغه کنفرانس د وخت، ځای او نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
علامه عبدالحی حبیبي په «تاریخ مختصر افغانستان» کې لیکلي چې سلطان حسین بایقرا د تیموري واکمنانو له ډلې و چې په ۸۷۳ هجري قمري کال په هرات کې پر تخت کېناست.
حبیبي د هغه د واکمنۍ دوره د علم، ادب او صنعت د غوړېدو دوره بللې او امیر عليشیر نوایي، مولانا جامي او بهزاد یې د هغه مهال له نومیالیو شخصیتونو څخه یاد کړي دي. سلطان حسین بایقرا په ۹۱۱ هجري قمري کال وفات شو.