منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۳ غ.و
۱۰°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان کې د چاپېریال‌ساتنې په برخه کې د سیمه‌ییزو ټولنو لومړیتوبونه په ګوته شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وایي، له سلو ډېرو کسانو د چاپېریال ساتنې نړیوال صندوق د کوچنیو مرستو پروګرام په یوه ورکشاپ کې د راتلونکو مالي مرستو د تنظیم او عملي حل‌لارو د پلي کولو په موخه د افغانستان د سیمه‌ییزو ټولنو د چاپېریال ساتنې لومړیتوبونه په ګوته کړل.

دغه بنسټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد ورکشاپ د چاپېریال ساتنې نړیوال صندوق (GEF) د کوچنیو مرستو پروګرام په چوکاټ کې جوړ شوی و چې موخه یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د سیمه‌ییزو ټولنو د اړتیاوو او لومړیتوبونو په ګوته کول وو.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، د دغه ورکشاپ پایلې به د راتلونکو مالي مرستو لپاره د لومړیتوبونو په ټاکلو او د سیمه‌ییزو ټولنو پر محور د چاپېریال ساتنې له حل‌لارو سره په ملاتړ کې مرسته وکړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې سیمه‌ییزې ټولنې د چاپېریالي ننګونو په پېژندلو او د حل‌لارو په موندلو کې د ګډون له لارې د چاپېریالي ستونزو په هوارولو او د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مهم رول لوبولی شي.