منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پزشکیان: پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو ۱.۵ میلیون ټنه کاربن ډای‌اکسایډ خپور کړی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک)- د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو غونډه یا «کاپ ۳۱» کې ادعا کړې چې د دغه هېواد د سون‌توکو پر زېرمو او تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو بریدونو له امله په فضا کې ۱.۵ میلیون ټنه کاربن ډای‌اکسایډ خپور شوی او پراخ چاپېریالي زیانونه یې اړولي دي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان ویلي، د ایران په عسلویه کې د سون‌توکو د پروسس پر تاسیساتو بریدونو ۵۰۰ زره ټنه او تهران ته نږدې د سون‌توکو پر زېرمو بریدونو یو میلیون ټنه کاربن ډای‌اکسایډ فضا ته خپور کړی دی.

هغه ویلي، د اسرائیلو بریدونو د مارچ په اوومه په تهران کې د تېلو زېرمې او د همدې میاشتې په ۱۸مه د ایران په سوېل کې د عسلویې د ګازو د پروسس تاسیسات په نښه کړي دي.

پزشکیان واشنګټن او تل‌ابیب د چاپېریال په پراخ تخریب تورن کړي او له نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي چې په ایران او غزه کې د امریکا او اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله رامنځته شوي چاپېریالي زیانونه مستند او د تاوانونو د جبران لپاره لارې چارې برابرې کړي.

هغه زیاته کړې چې د ایران د نوي کېدونکې انرژۍ ظرفیت په تېرو دوو کلونو کې له ۱۲۵۰ میګاواټه څخه څه باندې ۶۱۵۰ میګاواټه ته لوړ شوی او دغه هېواد په ۲۰۲۶ کال کې د ۴،۵ میلیارد کیلوواټه‌ساعت پاکې برېښنا په تولید سره د ۲،۵ میلیون ټنه کاربن ډای‌اکسایډ د خپرېدو مخه نیولې ده.